د #اختر په خوښیو کې غریب او یتیم هم له ځان سره شریک کړئ! -->

Manar Header

Final_One

وروستۍ ليکنې

breaking/بلوجر/9
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ... منار راډیو رسمي ویب پاڼي ته شه راغلاست ! :) ..
 منار راډیو اسلامي مدرسه

 د اعلاناتو لپاره همدا اوس له مونږ سره په اړيکه کې شئ

 د اعلاناتو لپاره همدا اوس له مونږ سره په اړيکه کې شئ

 د منار سوداګريزه څانګه

لټون

الأحد، يوليو 26، 2020

الأحد, يوليو 26, 2020

د #اختر په خوښیو کې غریب او یتیم هم له ځان سره شریک کړئ!
دا چې الله تعالی په کال کې د مسلمانانو لپاره دوه ورځې د خوښۍ لمانځلو ورځې ګرځولي دي، چې یوه یې د کوچني اختر او بل یې د لوی اختر ورځې دي، چې کوچنې اختر د رمضان میاشتې څخه وروسته د شوال میاشتې په لومړۍ ورځ وي، چې دا ورځ مسلمانانو لپاره د رمضان د میاشتې یو ستر عبادات د ترسره کولو څخه وروسته راځي او بله د لوی اختر خوښي ده، چې د حج د مناسکو اداکولو څخه وروسته چې د ذالحجې لسمه ورځ وي د لوی اختر د خوښۍ ورځې وي. نو د نړۍ مسلمانان په یادو ورځو کې خوښي کوي او یو بل ته مبارکیانې ورکوي. دا چې رب العزت په خپلو بنداګانو کې مالدار، غریب، مسکین او څوک یې یتیم ګرځولی دی. نو پدې ورځو کې وسدارو ته پکار ده چې د ځان څخه ښکته خلکو سره مرسته او کومک وکړي، تر څو هغوی هم د اختر په خوښیو کې نوي کالي او پېزار ولري. دا چې زما لیکنه د اختر په تړاو ده، نو پدې ورځو کې ډېرو وسدارو ځان لپاره ښه کالي، پېزار او ښه خواړه رانیولي وي خو غریب، مسکین، فقیر او یتیم بيا په زړو کالیو او پېزار کې د اختر خوښي تیروي. راځئ پدې اختر کې د دوه جوړو پر ځای یوه جوړه کالي ځان لپاره وکړو او دویم جوړ کالي زمونږ د کلي غریب، مسکین او یتیم ته صدقه کړو، چې هغوی هم دا د اختر ورځې په خوښیو کې تیرې کړي. او د هغه چا څخه چې تاسې ورسره کومک کوئ، نو د مرستې په بدل کې هېڅ ډول توقع مه لرئ، ځکه تاسې دغه مرسته د رب العزت د رضاء لپاره کوئ، نو الله تعالی به یې بدلې په دنیا او اخرت کې درکوي؛ بس یواځنۍ هیله چې باید تاسو یې ترې ولرئ دا ده چې د دوی څخه وغواړئ چې د نورو سره په همدې ډول مرسته وکړي. تر څو نور غریب د دوی د خېر څخه مستفید شي، چې د نورو سره مرسته کول انسان ته یو ښه احساس وربخښي. نو کله چې غریب، مسکین، فقیر او یتیم ته د مالدارو لخوا مال د صدقې په ډول ورکړل شو، نو دوی دې هم د ځان څخه ښکته خلکو ته د دغه مال څخه د وس مطابق صدقه ورکړي ترڅو چې د دوی په مال کې هم رب العزت د صدقې له برکته زیاتولی راولي.
همداسې یتیمانان هم پر مونږ او تاسې حق لري چې د هغوی د ژوند د ضرورتونو په پوره کولو کې مرسته وکړو، چې دوی هم په دې ورځ د پلار ارمان ونه کړي، چې پلارمې ژوندې وو، زما اخترونه به د خوښیو ډک وو، خو اوس مې چې پلار نشته زمونږ څوک پوښتنه هم نه کوي؛ نو ټولو وسدارو ته پکار ده چې د خپل مال څخه څه اندازه مال په یتیمانانو صدقه کړي، حدیث مبارک دی: له سهیل رضی الله عنه څخه روایت دی، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
(( زه او د یتیم سرپرست به په جنت کې داسې یو))
خپلې شهادت ګوتې او منځنۍ ګوتې ته یې اشاره وګړه او د دواړو ترمنځ یې لږه فاصله هم ورکړه. نو مالدارو ورونو تاسې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم پدې حدیث عمل کولو باندې ځان د جنت مستحق وګرځوئ او تاسو دا فکر مه کوئ،چې یو چاته د صدقې په ورکولو سره به ستاسې په مال کې کوموالی راشي، خو داسې نه ده، په الله تعالی مې دې قسم وي،
چې د دې ورکړې بدل به الله تعالی له اخرت څخه مخکې په دنیا کې درکوي. دا چې په دنیا کې زیاتره خلک خپل مال په بانک کې د څو فیصده سودي ګټې ترلاسه کولو لپاره ورکوي، چې دا کار په اسلام کې حرام دی، چې د ورکېدو او تاواني کېدلو ویره هم پکې وي او د سود له وجې به په اخرت کې د عذاب سره هم مخ کیږي. خو د الله تعالی بانک چې په دنیا او اخرت کې څانګې لري، چې خلک پکې د خپل مال څخه د صدقې په شکل څه اندازه مال ږدي، چې همدا مال یې په دنیا کې څو چنده زیاتیږي او په اخرت کې به یې الله تعالی د جنت د تلو زریعه وګرځوي.
نو! ای زما ورونو او خوېندو تاسې هم د مالي حسابونو او شتمنیو لپاره دا بانک غوره کړئ، چې هم مو اصل مال کې زیاتوالی راشي او هم مو بې حسابه ګټې په اخرت کې ترلاسه کړي وي. نو پدې اساس د رب العزت د درکړی شوي مال څخه یو څه اندازه مال یتیمانانو، مسکینانو او فقیرانو ته د اختر په خاطر صدقه کړئ. چې دوی هم خپلو بچو ته کالي او پېزار ستاسې په صدقه کړو پېسو راونیسي، چې خپلو بچو سره خوشاله اختر ولري او په ځانګړي توګه یتیمانانو ته ډېره پاملرنه وکړئ، ترڅو دوی د خپلو پلرونو د نشتون احساس ونه کړي او د اختر ورځې شپې په خوښۍ سره تیرې کړي.
لیکنه: Shafiqullah Mushfiq
کال: 

2018


إرسال تعليق